غزني کې د محصلانو پر موټر چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

چارواکي وايي، چاودنه داسې مهال شوې چې محصلان تر رخصتۍ وروسته د کور پر لور روان و.

د افغانستان په جنوبي ولایت غزني کې چارواکي وايي، د غزني د تخنیکي او مسلکي انسټټیوټ د محصلینو پر موټر د ماین چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکی وایي چې چاودنه د قلعه جوز په سیمه کې داسې مهال شوې چې ددغه انسټټیوټ ښځینه او نارینه محصلان نن (دوشنبه، وږي ۲۵مه) شاوخوا ۱۲ بجې د غزني ښار پر لور روان وو.

ددغه انسټټیوټ آمر نعمت الله مومند په چاودنه کې د پنځو نارینه محصلینو ټپي کېدل او د یوه کس وژل کېدل تاییدوي.

په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل، ماین له وړاندې په موټر کې د ډرېور تر څوکۍ لاندې ځای پرځای شوی و. د هغه په خبره، چاودنې اووه کسان ټپیان کړي او ډرېور وژل شوی.

نور احمد چې په چاودنه کې ټپي شوی او د غزني ملکي روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوی، ازادي راډیو ته د چاودنې په اړه وویل: "پېښه داسې وه چې کله له پوهنتون څخه راووتو او د قلعه جوز سیمې ته راورسیدو، په دې ځای کې یو تن له موټره ښکته شو، کله چې موټر روان شو نو انفجار وشو. نور پرځان نه یم پوه شوی."

دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د محصلانو په موټر کې ماین اېښودل کېږي. د غزني د تخنیکي او مسلکي انسټټيوټ چارواکي وایی، تردې وړاندې ددوی کوم محصل ته هېڅ ډول ګواښ نه دی شوی.

د نن ورځې چاودنې برید تردې مهاله چا نه دی منلی.