یوناما: د خلکو د رأیې حق خوندي کولو لپاره دې ټولې هڅې وشي

د یوناما مشر ویلي د رأی ورکولو حق په افغانستان کې د تیرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې د ډموکراتیک پرمختګ ستره نښه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په دغه هېواد کې له راروانو ولسمشریزو انتخاباتو بشپړ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د خلکو د رأیه ورکولو حق خوندیتوب لپاره باید ټولې هڅې وشي.

یوناما د دوشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، هیڅوک حق نه لري چې د رأیه ورکولو لپاره راجسټر شويو افغانانو څخه د رأیې حق واخلي.

یوناما په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی او د افغانستان له ټاکنیزو کمیسیونونو، مدني ټولنو، نوماندانو او نورو ټولو ښکېلو ادارو یې غوښتي چې په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله ویل شوي: "باوري ټاکنې په ولسواکۍ کې د زړه حیثیت لري او د رای ورکولو حق په افغانستان کې د تیرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې د ډیموکراتیک پرمختګ ستره نښه ده."

یوناما په ټاکنو کې له ښکېلو لوریو غوښتي چې خلک په انتخاباتو کې ګډون ته وهڅوي.

په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان یا تلې میاشتې په ۶مه ترسره شي.