د ترکیې، ایران او روسیې ولسمشران انقره کې پر سوریې غږېږي

درې واړه ولسمشران به د سوریې په ادلب کې د بشار اسد رژیم د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په انقره کې د حسن روحاني او ولادیمیر پوتین خپلو ایراني او روسي سیالانو کوربه دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې تمه ده چې اردوغان، روحاني او پوتین په ادلب کې د سوریې حکومت د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

ادلب د سوریې په شمال لویدیځ کې د حکومت ضد اورپکو وروستۍ اډه بلل کېږي.

روسیې او ترکیې تېر کال په ادلب کې د امن سیمې پر جوړلو هوکړه کړې وه تر څو ادلب د سوریې حکومت له عملیاتو خوندي پاتې شي.

له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې دا د سوریې د جګړې په اړه د یادو درېیو هیوادونو د مشرانو پنځمه ناسته ده.

د اې اف پي د راپور له مخې د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین تېره میاشت ویلي وو چې درې واړه مشران به د سوریې د اساسي قانون د کمیسیون جوړولو او دا چې دا سیاسي پروسه څنګه پر مخ ولاړه شي، بحث وکړي.

روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشار اسد ملاتړي دي او ترکیه له ځانګړو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.