په لوګر کې پر یوه ښوونځي په برید کې یوه زده کوونکې ووژل شوه

ارشیف

له لوګر ولایت څخه ورکړل شوي راپورنه وايي، د محمد اغې په ولسوالۍ کې د نجونو لېسې ته نږدې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې یوه ماشومه زده کوونکې وژل شوې او یوه بله سخته ټپي شوې ده.

د لوګر د پوهنې ریاست په یو بیان کې ویلي، دا زده کوونکې نن د لس بجو په شااوخوا کې هغه مهال په مرمیو ولګېدې چې په یوه خېمه کې په درس ویلو بوختې وي او د ښوونځي په سل مترۍ کې یې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د لوګر د پوهنې د ریاست چارواکي په دې نښته کې د وژل شوې زده کوونکې نوم حسنا ښودلی چې د فریدالله لور ده او ټپي شوې زده کوونکې یاسمین د توریالي لور بلل شوې ده.

ټپي نجلۍ د کابل ایمرجنسي روغتون ته را انتقال شوې چې روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکو دا پېښه غندلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې ښوونځیو ته نږدې دې له نښتو او جګړو ډډه وکړي او د زده کوونکو او ښوونکو خوندیتوب دې ډاډمن کړي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند هم پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې په اړه یې پلټنې کوي.

ملګرو ملتونو په پرله پسې توګه په افغانستان کې پر ملکي مرګ ژوبلې په ځانګړې توګه د ماشومانو پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او د جګړې له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د ولسي خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.