د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند په باباجي سيمه کې يو منځنی ښوونځی سوځېدلی دی.
د سيمي خلک وايي، ښوونځی په مکمل ډول سوځېدلی دی.
د هلمند د پوهني رياست هم مني چي د باباجي د سيمې اړوند د کرغجد اوليا په نوم ښونځی سوځېدلی دی، خو علت يې معلوم نه دی.
ښوونځی برښنا نه لري او نه د اورلګېدنې کومې سيمې ته نږدی دی.
د پوليسو يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي چې د ښوونځي د ادارې له خوا د مچیو ځالې ته اور اچول شوی چې وروسته اور پراخه شوی او ښوونځی سوځېدلی دی.
د پوهنې رياست وايي، په دې اړه پلټنې کوي.
دا په داسې حال کي ده چې په هلمند کي تعليمي کال تازه پيل شوی دی.