مسؤلین: د بادغیس د پستو محصولات به سږکال ۲۵ سلنه راکم شي

د بادغیس د پستو محصولات به سږکال ۲۵ سلنه راکم شي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډيو ته وویل چې د پستې د محصولاتو د کمښت وجه د تېر کال وچکالي ده چې د پستې په ځنګلونو یې ناوړه اغېز کړی.

ده وویل: د تېر کال کومې شمېرې چې مونږ وړاندې کړي، ۲۱ زره مټریک ټنه وو، خو سږکال به د پستې د محصولاتو کچه ۱۵ زره مټریک ټنه وي، خو د پستې د افتونو او ناروغۍ په تړاو کومه ستونزه موجوده نه ده.

نوموړي وویل چې اوس مهال په بادغیس کې یوه کیلو پسته ۱۵۰۰ افغانۍ ده او بهر ته په صادرېدو سره یې ارزښت نور هم لوړېږي.

په بادغیس کې دامهال د پستې نږدې ۳۰ زره هکټاره ځنګلونه موجود دي.