د یوې تعدیل شوې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې له دې وروسته به د کرومایټ ډبرې په هېواد کې دننه پروسس کېږي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرې نرګس نهان وویل چې دغه قراردادونه د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له پنځو شرکتونو سره شوي دي.
د دغه وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو مرستیال ولي الله ځډراڼ نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو هوکړه لیکونو په اساس د پانګه والو د هڅونې لپاره د شرکتونو د امتیازاتو حقوق له ۳۰ تر ۷ اعشاریه ۵ سلنې پورې کم شوي.
ښاغلي ځډراڼ وویل چې د دغو شرکتونو څېړنې به تر یوې میاشتې پورې په پروان، لوګر، میدان وردګ او کابل کې بشپړې شي.