جرمني: د ناټو ځواکونو وتل به افغانستان د طالبانو لاس ته واچوي

د جرمني د دفاع وزیره انګریت کرامپ کارنبور

د جرمني دفاع وزیرې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل به دا هېواد د وسله والو طالبانو لاس ته ور واچوي.

انګریت کرامپ کارنبور پرون د سپټمبر په څوارلسمه دا خبره کړې ده.

هغه د جرمني د صدراعظمې انګیلا مېرکل د کریسشن ډموکرات ګوند مشري هم کوي.

داسې اټکل کېږي چې د انګیلا مېرکل د صدارت د دورې تر پای ته رسېدو وروسته صدراعظمه وټاکل شي.

د جرمني دفاع وزیرې د خپل ګوند د ښځو یوې غونډې ته ویلي: زما وېره دا ده چې که موږ په افغانستان کې له خپله مسؤلیته اوږې سپکې کړو، د ښځو د سنګسار او پانسۍ له عسکونو سره به مخ شو او بیا به ګورو چې نجونې ښوونځي ته د تګ پر ځای ودېږي.

جرمني په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندې ۱۳۰۰ عسکر لري.

د جرمني پارلمان تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموریت تمدید کړی دی.