د روسیې د اټمي انرژۍ د تولید لومړۍ بټۍ چې د بېړۍ په ډول جوړه شوې، خپل وروستي منزل ته ورسېده.
دا اټمي بټۍ په اوبو کې تر تقریباً پنځه زره کلیومتره سفر وروسته چې درې اوونۍ وخت یې ونیو، پرون د سپټمبر په څوارلسمه د روسیې لرې ختیځ ته ورسېده.
د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت روس اتم، وویل چې اټمي بټۍ یې په ارکتیک کې د پیویک بندري ښار ته ورسېده.
د ګرین سپېس په نوم نړیوالې ادارې چې د چاپېریال د خوندي ساتلو لپاره مبارزه کوي، د روسیې دا اټمي بټۍ په اوبو کې لاهو چرنوبېل بللې ده.
خو روس اتم ویلي چې په سیمه کې مېشت خلک د طبیعي ګاز او د تېلو شرکتونه به د دې بټۍ له انرژۍ کار اخلي او برښنا به هم تولیدوي.