ټرمپ: حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله په پوځي عملیاتو کې وژل شوی

د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، دوی اوس تأییدولی شي چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله په پرتو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د سپیني ماڼۍ په بیان کې چې پرون د سپټمبر په څوارلسمه خپور شو، د ولسمشر ټرمپ په حواله پکې لیکل شوي: د حمزه بن لادن له منځه تګ د القاعده شبکې هغه سمبولیک ارتباط چې دې ډلې د هغه له پلار سره درلود، شلوي، هغوی د رهبرۍ له مهمو مهارتونو محروموي او د دې ډلې مهم عملیاتي فعالیتونه هم کمزوري کوي.

نړیوالو رسنیو د جولای په ۳۱مه د امریکا د استخباراتو د پټو سرچینو په حواله وویل چې حمز بن لادن مړ شوی دی.

خو هغه وخت چا د حمزه بن لادن د مړګ د ځای یا نېټې په اړه معلومات نه وو ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر په اګست کې د حمزه بن لادن د مرګ خبر تأیید کړ.

خو ولسمشر ټرمپ او د امریکا د حکومت نورو لوړرتبه چارواکو لا دا خبر نه و تأیید کړی.

د رپوټونو پر اساس، اسامه بن لادن ۲۰ اولادونه درلودل.

اسامه بن لادن

حمزه بن لادن د هغه پنځلسم اولادو او د اسامه د درېیمې ښځې زوی و.

داسې ګڼل کېږي چې حمزه بن لادن د مرګ په وخت دېرش کلن و.

د امریکا حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د حمزه بن لادن پر سر یې یو ميلیون ډالر جایزه ايښې ده.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان د پلازمېنې په څو کلیومترۍ کې د امریکا د خاصو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ووژل شو.

حمزه بن لادن ته د "جهاد ولي العهد" لقب ور کړل شوی و.

هغه په غږیزو او تصویري پیغامونو کې پر امریکا او نورو هېوادونو د حملو او د خپل پلار د قتل د غچ اخیستلو خبره کړې وه.

د روان کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان اعلان وکړ چې له حمزه یې د سعودي د تابعیت حق اخیستی دی.

ریاض په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

حمزه بن لادن

سعودي عربستان په ۱۹۹۴ میلادي کال کې له اسامه بن لادنه هم د سعودي عربستان د تابعیت حق اخیستی و.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یو رپوټ خپور کړ او په کې ویې ویل چې د القاعده شبکې د حمزه بن لادن په ګډون د نويو رهبرانو د روزنې لپاره پروپاګند پیل کړی.

ملګرو ملتونو ویلي وو چې القاعده غالباً هڅه کوي چې د ځوانې رهبرۍ په رامخکې کولو پلویان ور غونډ کړي.

د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشري ایمن الزواهري ته وسپارل شوه چې په خټه مصری دی.

د رپوټونو پر اساس، ایمن الزواهري هم د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې پر امتداد په پرتو سیمو کې پټ دی.