هند کې په غیرقانوني ډول پاتې کېدونکو افغانانو ته جریمه راکمه شوې

تردې وړاندې که به افغانان د ویزې له ختمدېدو وروسته له یوې ورځې تر درېیمو میاشتو پورې هند کې پاتې شول، نو اړ وو چې ۳۰۰ امریکايي ډالر جریمه ورکړي.

په نوي ډیلي کې افغانستان سفارت ویلي چې د هند حکومت د هغو افغانانو د جریمې کچه راکمه کړې چې د ویزې تر ختمېدو وروسته په هند کې په غیرقانوني ډول پاتې کېږي.

دغه سفارت پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د سفارت د چارواکو د هڅو په لړ کې په دغه جریمه کې د پام وړ کموالی راغلی. د افغانستان سفارت ویلي، تردې وروسته که څوک تر ۱۵ ورځو پورې په غیرقانوني ډول هند کې پاتې شي، ۵۰۰ هندۍ روپۍ جریمه کېږي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، له ۱۵ تر ۹۰ ورځو پورې په غیرقانوني ډول د پاتې کېدو په صورت کې به ۵۰۰۰ روپۍ جریمه پرې کوي او څوک چې تر دوو کلونو پاتې شي اړ دی چې ۱۰۰۰۰ هندۍ روپۍ د جریمې په توګه ورکړي. همداراز که د افغانستان اتباع له ویزې پرته تر دوو کلونو ډېر په هند کې پاتې شي، د هند حکومت ۲۰ زره روپۍ جریمه ورته په پام کې نیولې ده.

تردې وړاندې که به افغانان د ویزې له ختمدېدو وروسته له یوې ورځې تر درېیمو میاشتو پورې پاتې شول، نو اړ وو چې ۳۰۰ امریکايي ډالر جریمه ورکړي.

هر کال زرګونه افغانان د چکر او په تېره بیا درملنې لپاره هند ته ځي چې یو شمېر یې د ځینو ستونزو له امله اړ کېږي له ټاکلې مودې ډېر پاتې شي.