د سعودي د تېلو یوه بډایه سیمه او یوه تصفیه خونه په نښه شوي

سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نن سهار وختي د دغه هېواد د تېلو یوه بډایه سیمه او د تېلو یوه تصفیه خانه د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شوي دي.

د دغو چارواکو په خبره، په ارامکو تاسیساتو کې دغه برید د پراخې اورلګېدنې سبب شوی دی.

ارامکو چې د سعودي د تېلو دولتي شرکت دی، تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دغه شرکت دا ابقیق په نوم د تېلو تصفیه خانه د نړۍ په سطحه د اومه تېلو تر ټولو لویه کارخانه ګڼي.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

په تېر کې د یمن حوثي یاغیانو په سعودي عربستان کې د بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې له ایران پلوه حوثي یاغیانو سره په جګړه دی.

دا هم معلومه نه ده چې د سعودي عربستان په نننۍ پېښه کې څومره ځاني او مالي زیان اوښتی دی.