هندي رسنیو د نشه یې موادو د قاچاق په تور د څلورو افغانانو د نیول کېدو خبر ورکړ.
دغو رسنیو په نوي ډهلي کې د نشه یې موادو د کنټرول دفتر د مسؤلینو په حواله لیکلي چې دغه څلور افغانان په اندراګاندي نړیوال هوایې ډګر کې داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې دغه هېواد ته هیروئین په پټه انتقال کړي.
ویل کېږي چې دغه کسان له کندهار ښاره نوي ډهلي ته ورغلي وو.
هندي چارواکي وایي، له دغو کسانو سره څه باندې ۸ کیلوګرامه هیروئین موندل شوي دي.
تر اوسه د دې څلورو کسانو د هویت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.