په نورستان کې د جلغوزیو او چارمغزو باغونه جوړېږي

نورستان

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت په نورستان ولایت کې د جلغوزیو او چارمغزو د باغونو د جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرنې او اوبو لګولو وزارت د پلان له مخې په پام کې ده چې په نورستان کې ولایت کې په څه باندې ۲۳ زره هکتاره ځمکه باندې د چارمغزو او جلغوزیو ځنګلونه جوړ شي.

د هغه په خبره، له دغه اقدام سره به په نورستان ولایت کې د جلغوزیو او چارمغزو کلنی تولید ۵۴ زره مټریک ټنو ته ورسېږي.

ښاغلی رستمي وايي، په راتلونکو لسو کلونو کې په نورستان ولایت کې د جلغوزیو او چارمغزو په باغونو ۴۷۰ میليونه افغانۍ پانګونه کېږي.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پلان په عملي کېدو سره به په نورستان ولایت کې ۷۰۰ کورنیو ته کاري زمینې هم مساعدې شي.