مسؤلین: د میدان وردګ د مڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی

د میدان وردګ ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د مڼو په حاصلاتو کې له لسو تر پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د میدان وردګ ولایت د کرنې رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال به د دغه ولایت له باغونو له يو لک او شل زرو ټنو زیاتې مڼې راټولې او بازار ته به وړاندې شي.

د ښاغلي تسل په خبره، که په اوسط ډول د دغو مڼو د يو من بیه سل افغانۍ په نظر کې ونیول شي، د میدان وردګ ولایت د سږ کال د مڼو د حاصلاتو ارزښت ۱،۷ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

دی وايي، د میدان وردګ ولایت مڼې تر ډېره د هېواد په داخل په ځانګړې توګه په کابل کې ښه بازار لري او له هېواده بهر هند او پاکستان ته هم صادرېږي.