ایکانوميسټ: د افغانستان جګړه د زور او وسلې په مرسته نه شي ختمېدلی

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لغوه کېدو پر موضوع یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو لیکنې کړي دي.

ایکانومیسټ:

ایکانومیسټ مجله لیکي، متحده ایالتونه به بالاخره بیا هم مجبور شي چې له طالبانو سره د سولې خبرې بېرته پیل کړي.

د دې خپرونې په باور، د افغانستان جګړه د زور او وسلې په مرسته نه شي ختمېدلی.

وړاندې راغلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا پرېکړه چې له طالبانو سره یې خبرې لغوه کړي، د ډېرو هغو کسانو لپاره چې اندېښمن وو چې ټرمپ به له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي، د هوسایي خبر شو.

خو ایکانومیسټ لیکي، د افغانستان په جګړه کې بری یوازې د وسلې له لارې ممکن نه دی، ځکه چې هغه وخت هم متحده ایالات په دې جګړه کې بریالي نه شول چې د دوی ځواکونه په افغانستان کې د اوس په پرتله اووه برابره زیات وو.

د خپرې کړې مقالې لیکوال استدلال کوي چې که چېرته په دې جګړه کې له نظامي پلوه موفقیت ممکن نه وي، نو یوازنۍ لار د خبرو ادامه ده.

فارین پالیسي:

د سولې په اړه د لوېدیځ بله خپرونه فارین پالیسي لیکي، افغانان سوله غواړي، خو په دې ډول نه.

خپرونې د یو شمېر افغانانو په وینا لیکلي دي چې اکثریت د امریکا او طالبانو د خبرو لغوه کېدو ته خوشاله شوي دي.

وړاندې راغلي چې خلک په ټول افغانستان کې سوله غواړي، خو دا اندېښنه لري چې د امریکایي ځواکونو د لویې برخې له وتلو سره به طالبان غښتلي شي او شخړې به زیاتې کړي.

فارین پالیسي همداراز لیکي چې ډېرو افغانانو دا انتقاد هم کړی دی چې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک د مسودې جزیات د افغان حکومت په ګډون ټولو پټ ساتلي دي.

د خپرونې په باور، د افغانستان له حکومت سره له خبرو پرته سمدستي موافقه طالبان پیاوړي کوي او ښایي د داعش په څېر نورې ډلې هم غښتلې کړي.

وړاندې د ولسمشر غني د ویاند صدیق صدیقي په وینا راغلي دي چې د حکومت له موافقې پرته دا تضمین نه شي کېدای چې شخړې دې ختمې شي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته اړتیا شته او د دې لپاره په مشورتي لویې جرګې کې د حل لارو وړاندیزونه شوي دي.

واشنګټن پوسټ:

بله خپرونه واشنګټن پوسټ لیکي، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ پر سر اختلاف د دې باعث شو چې د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن برطرفه شي.

دا د ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې د ملي امنیت درېیم سلاکار دی چې له کاره ګوښه کېږي.

ورځپاڼه لیکي، بولټن د ولسمشر ټرمپ او نورو جګپوړیو چارواکو له دې نظر سره مخالف و چې د طالبانو مشرانو ته یې بلنه وکړې وه چې کمپ ډیویډ ته ورشي.

د واشنګټن پوسټ په باور، که څه هم ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه بدله کړه، د سولې خبرې یې هم لغوه کړې، خو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د بولټن اختلاف د دې سبب شو چې دی له کاره ګوښه شي.