په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی روسیې ته تللی

ارشیف، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د خبرو لپاره روسیې ته تللی دی.

د پلاوي غړي نه دي څرګند شوي.

د روسیې خبري اژانس تاس د قطر د دفتر د ویاند سهېل شاهین په حواله پرون د سپټمبر په دیارلسمه خبر ورکړی چې د هغوی پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

تاس د شاهین له خولې لیکلي چې له کابلوف سره په افغانستان کې د سولې د بهیر په تړاو په وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په نهمه نېټه وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د دوام چانس "مړ" شو.

ټرمپ وویل، اوس به طالبان داسې وځپل شي چې هغوی به یې کله فکر هم نه وي کړی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د حکومت خاص استازی زلمي خلیلزاد د سپټمبر په نولسمه کانګرس ته ور بلل شوی چې د خبرو د ناکامۍ په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړي.

ازادي راډیو ته خپلواکو سرچینو هم ویلي چې د طالبانو پلاوی په مسکو کی دی.

مسکو تر دې مخکې هم د وسله والو طالبانو د سیاسي استازو د یوه پلاوي او له کابله د سیاستوالو د یوه پلاوي د غونډې کوربه و.