دفاع وزارت: د تخار ینګي قلعه ولسوالي له طالبانو بېرته نیول شوې

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د تخار ینګي قلعه ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان پرون د سپټمبر په دیارلسمه پر ټوېټر ولیکل چې په دې ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي.

وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.

ینګي قلعه ولسوالي د سنبلې په نولسمه وسله والو طالبانو نیولې وه.

سیمه ییزو چارواکو د ولسوالۍ تر سقوط وروسته ویلي وو چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملکي وګړو د امنیت لپاره له ولسوالۍ وتلي دی.