سټولټنبرګ: د ناټو غړي او شریکان د افغانستان ملاتړ ته متعهد دي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خبرې کړي دي.

سټولټنبرګ پرون د سپټمبر په دیارلسمه پر ټوېټر ولیکل: د ناټو غړي او شریکان د روزنې د پروګرامونو او مالي مرستې له اړخه د افغانستان ملاتړ ته متعهد دي، څو سولې ته شرایط برابر شي.

سټولټنبرګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د ولسمشر اشرف غني له لوري هم د دې خبرو جزیات نه دي څرګند شوي.