چارواکي: د کندز ـ بغلان پر لویه لاره اوس هم خطرونه شته

په بغلان کې چارواکي وايي، د بغلان ټولې لویې لارې پرانیستل شوې، خو لا هم د کندز ـ بغلان پر لویه لاره خطرونه شته.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له قوله وايي، څو ورځې مخکې د مزار شریف لویه لاره پرانیستل شوه، پرون ناوخته د دوشي ـ پلخمري لاره پرانیستل شوه او تېره شپه هم د کندز ـ بغلان لاره پرانیستل شوې.

دا ټولې لارې په ورستیو کې په بغلان کې د وسله والو طالبانو د زیاتېدونکو فعالیتونو له کبله تړل شوې وې.

د دوشي ولسوال صاحبداد غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې له لس ورځو راهیسې د کابل او شمال لویه لاره د کیله ګۍ سیمه کې تړلې وه، خو د نوموړي په وینا، تېره شپه دغلته په عملیاتو کې وسله وال له کوم مقاومت پرته له سیمې تښتېدلي دي او دا لاره پرانیستل شوې.

د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلومیار ازادي راډیو ته ویلي چې تېره شپه د کندز – بغلان لاره هم د عملیاتو په نتیجه کې پرانیستل شوې ده، خو لا هم په ځینو سیمو ګواښونه شته.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د دې لویې لارې په اوږدو کې شته خطرونه به هم ژر له منځه ولاړ شي او دغلته به نوې امنیتي پوستې جوړې کړي.

د بغلان لویې لارې دوه اوونۍ مخکې دغلته د پلخمري ښار پر ځینو برخو د طالبانو د پراخو بریدونو سره په یو وخت تړل شوې وې، خو اوس په سیمه کې چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې طالبان زپل شوي دي.