د فراه والي: د اناردرې ولسوالۍ مرکز بېرته افغان ځواکونو ونیو

د فراه والي وايي، تېره شپه امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د انار درې ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو نیولی دی.

محمد شعیب ثابت نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د انار درې ولسوالۍ مرکز کې وضعیت ارام دی.

دی وایي: له نېکه مرغه زموږ کومانډويي عملیات تېره شپه ترسره شول، دښمن ته مرګ ژوبله هم اوښتې او دا مهال ټوله ولسوالي زموږ په کنټرول کې ده، د ولسوالۍ په مرکز کې جنګ نه شته او دښمن له سیمې تښتېدلی دی.

ښاغلي ثابت وویل، د انار درې د ولسوالۍ په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي په دې اړه چې وسله والو طالبانو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې، هم څه ونه ویل.

د انار درې ولسوالۍ مرکز یوه اوونۍ مخکې وسله والو طالبانو نېولی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه چې حکومتي ځواکونو ترې بېرته د انار درې ولسوالي نیولې، تبصره نه ده کړې.