د ډیلي د اندراګاندي د نړیوال هوايي ډګر د ګمرک چارواکو پرون پنجشنبه وویل چې له یوه افغان مسافر سره یې د نږدې ۷۳ لکه هندي روپیو په ارزښت سره زر نیولي دي.
هند یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د سرو زرو بیه پکې لوړه ده او له نورو هېوادونو څخه په قاچاق وروړل کېږي.
هندي رسنیو د خپل هېواد د ګمرکي چارواکو په قول وویل، د سرو زرو دغه افغان قاچاقبر له کابله د افغانستان د یوه خصوصي هوايي شرکت په الوتکه کې ډیلي ته ورغلی و.