د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د اخلاقي ضوابطو خپلواکې کمېټې د دې فدراسیون پر پخواني مرستیال رئیس یوان انجیل ناپوت د رشوت د منلو په خاطر پرون پنجشنبه د تل لپاره بندیز ولګاوه او یو ميلیون ډالر یې جریمه کړ.
۶۱ کلن ناپوت تېر کال په نیویارک کې د فساد په تور په ۹ کاله حبس محکوم شو.
دی په دې مجرم پېژندل شوی چې په ټلویزیون کې یې د لوبو د خپراوي حق د لس ميلیونه او ۵ لکه ډالره رشوت په بدل کې ورکړی و.