د میدان وردګ ۵۰ سلنه نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړې نشي کولی

ارشیف

د هېواد په مرکزي ولایت میدان وردګ کې پنځوس سلنه نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړې نشي کولی.

د میدان وردګ ولایت د پوهنې رئیس محمد طیب منصور د دې مطلب په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل چې په ناامنو سیمو کې هم د زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې دي، خو نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

ده وویل: موږ په ټوله کې يو لک او اته څلوېښت زره زده زده کوونکي لرو چې څلوېښت زره یې نجونې دي چې پنځوس سلنه یې له شپږم ټولګي څخه له پورته زده کړو پاتې دي، هغه سیمې چې ناامنه دي، ستونزې لري او يا هم د طالبانو په ولکه کې دي، هلته هم نجونې ښوونځیو ته ځي، خو تر شپږم ټولګي.

میدان وردګ په ټوله کې ۴۸۴ ښوونځي لري چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د مسؤلینو په خبره، په دغه ولایت کې هېڅ ښوونځی تړلی نه دی.

خو طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده ‎کړو اجازه نه‎ده ورکړې.

دغه ډله په دې اند ده چې په روانو حالاتو کې ښوونځیو ته د پېغلو نجونو تګ د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.