د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې پر پولنډ د (اېف35) جنګي جټ الوتکو پلور تصویب کړی دی.
دا د امریکا تر ټولو پر مختللې جنګي جټ الوتکې دي او پولنډ د ناټو مهم متحد دی.
د شپږ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت د الوتکو د پلور دا معامله باید د امریکا د کانګرس له خوا تأیید شي.
وروسته له هغې چې روسیې له اوکراین څخه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپووزمه لاندې کړه او د دې هېواد په ختیځ کې یې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ پیل کړ، وارسا په پرله پسې توګه خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي دي.
پولنډ همدارنګه د ځینو اندېښنو په څرګندولو د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي چې د اروپايي ټولنې په دې غړي هېواد کې یوه دایمي پوځي اډه جوړه کړي.
ولسمشر ټرمپ د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې پولنډ ته به ۱۰۰۰ تنه اضافي امریکايي سرتېري واستوي، څو دغلته د مېشتو امریکايي سرتېرو شمېر ۵ زرو ته ورسېږي.