کابل کې د امریکا سفارت ته نږدې راکټ لګېدلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې کابل ولایت

نن پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملې د ۱۸مې کلیزې په لومړیو ساعتونو کې په کابل کې د امریکا سفارت ته نږدې یو راکټ ولګېد.

د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې د راکټ له لګېدو یو ساعت وروسته د ځاني زیانونو راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د امریکا په سفارت کې دننه کارکوونکو د لاوډ سپیکر له لارې دا پیغام اورېد چې د سفارت په انګړ کې د یوه راکټ د لګېدو له امله چاودنه شوې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې راکټ د امریکا سفارت ته نږدې د افغانستان د دفاع وزارت د پېژنتون د ودانۍ پر دېوال لګېدلی او مرګ ژوبله‌یې نده اړولې.

په کابل کې د امریکا سفارت ته نږدې دغه راکټ داسې مهال لګېږي چې نن پر امریکا د هغه ترورېستي برید کلیزه ده چې متحده ایالات‌یې اړ کړل، په افغانستان کې جګړه پیل کړي او هم د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغه اعلان یوه ورځ وروسته کېږي چې له طالبانو سره‌یې د سولې خبرې ختمې وبللې.

په عین حال کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینت مک‌کنزي چې د تېرې دوشنبې په ورځ افغانستان ته تللی و خبریالانو ته څرګنده کړه چې متحده ایالات به د طالبانو پر ضد عملیات پراخ کړي.

په اوس وخت کې شاوخوا ۱۴ زره امریکایي سرتېري په افغانستان کې دېره دي.