د انګلستان د فوټبال غوره لیګ د اتلې لوبډلې منچستر سیټي د لوبغاړو ارزښت یو میلیارد یورو ته ورسېد.
په سویس کې د فوټبال یوې څېړنیزې مؤسسې دغه اعلان تر یو لړ څېړنو وروسته کړی.
دوی وايي، د فوټبال د غوره لیګ اتله لوبډله منچستر سیټي لومړنۍ لوبډله ده چې د لوبغاړو ارزښتیې یو میلیارد یورو ته رسېږي.
دغې مؤسسې یادې څېړنې د اروپا د پنځو معتبرو لیګونو لکه (غوره لیګ، لالیګا، سرې ا، لوشامپیونه او بوندس لیګا) ترمنځ کړې دي.