د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چو سان هوې ویلي، د دغه هېواد د اټمي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې د روانې میاشتې په وروستیو کې یوازې هغه وخت کېدای شي چې واشنګټن له نویو او "د منلو وړ" وړاندیزونو سره د خبرو مېز ته راشي.
هغې د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۰۹) په یوه بیان کې ویلي چې که د امریکا متحده ایالات شمالي کوریا قانع نهکړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تړونونه ختمېږي.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د اغلې هوې له قوله ویلي چې پیونګ یانګ د اټمي مذاکراتو په اړه نویو وړاندیزونو لپاره واشنګټن ته کافي وخت ورکړی دی.
د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې شمالي کوریا له امریکا غواړي چې امنیتي ضمانت ورکړي او د اټمي وسلې د فعالیتونو د کمولو په بدل کې دې پر پیونګ یانګ بندیزونه کم شي.
تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو په دې اړه ځواب نهدی ورکړی، خو امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې چمتو دي له شمالي کوریا سره خبرې له سره پیل کړي.