چین د ایران اټمي لانجو د بیا راپورته کېدو ملامتیا پر امریکا واچوله

په ایران کې د اټمي انرژۍ یوه دستګاه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران اټمي پروګرام په تړاو د راټوکېدلو لانجو اصلي لامل پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو زیاتوالی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیېنګ د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۰۹) په پیکېنګ کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن باید پر تهران له فشارونو ډېرولو لاس واخلي.

هغې وویل، "زموږ په باور د ایران د اټمي پروګرام د روانو لانجو اساسي دلیل د امریکا متحده ایالاتو ډېر فشار دی. واشنګټن باید له ناسمو کړنو لکه یو اړخیزو بندیزونو او پر ایران له ډېر فشار راوړلو لاس واخلي. په ورته وخت کې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ټول لاسلیک کوونکي باید د دې تړون بشپړ او په اغېزمن ډول عملي کېدو ته ژمن پاتې شي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیله وښوده چې په دې تړون کې ښکېل لوري وکولای شي د ایران اټمي وضعیت ارام کړي.

هغې وویل، پیکېنګ به دغه هدف ته د رسېدو لپاره له ټولو ښکېلو هیوادونو سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

بریتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه د دغه تړون پاتې لاسلیک کوونکي دي. امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووتله او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

ایران په وروستي اقدام کې اعلان وکړ چې له پرمختللو سانټریفیوژونو څخه به کار اخیستل پیل کړي.

دا هغه اقدام دی چې د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې ایران ترې منع شوی دی.