د عاشورا ورځ؛ په مزار شریف کې چاودنې ۱ تن وژلی او ۲ نور ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې بلخ ولایت

د افغانستان په شمال کې د بلخ امنیتي چارواکي، په مزار شریف ښار کې د یوې چاودنې له د یو کس د وژل کېدو او ۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د بلخ پولیس وایي، چاودنه د روضې په یو کیلومترۍ کې د محکمې پر سړک شوې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل وایي، چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو او ډېر مالي زیان‌یې اړولی دی.

د بلخ د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې تر اوسه یو مړی او ۴ ټپیان ورلېږدول شوي دي.

عیني شاهدان د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر زیات یادوي.

نن د عاشورا یا د اسلام پیغمبر د لمسي د وژل کېدو ورځ ده چې د افغانستان د نورو ښارونو ترڅنګ په مزار شریف کې هم د ویرجنو مسلمانانو له‌خوا لمانځل کېږي او ښايي د دغې چاودنې هدف هم د عاشورا ماتم کوونکي وي چې تر ډېره شیعه مسلمانان دي.