د افغانستان د جنوب ختیځ لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د ټرافیکو سرپرست مدیر او د تنظیم امر اجمل عبدالرحیمزی تېره ورځ وسله والو له ځان سره وړی او بیا یې وژلی دی.
د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص نن دوشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او د لا نورو پلټنو خبر یې ورکړ.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.