پاکستان: په افغانستان کې روان کړکېچ پوځي حل لار نه لري

د امریکا د ولسمشر له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو له ځنډولو وروسته پاکستان وویل چې په افغانستان کې روان کړکېچ پوځي حل لار نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارووزارت پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، اسلام اباد د خپلې پالېسۍ پر دې اصولو ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او له ټولو خواوو غواړي چې د روانې پروسې له لارې په خبرو اترو سولې ته ورسېږي.

دې وزارت په عین حال کې ویلي چې اسلام اباد تل تاوتریخوالی غندلی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د سولې پروسې ته ژمن پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپل بیان په پای کې ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو انکشافات څاري.