د لویې څارنوالۍ پلاوي په ننګرهار کې خپلې څېړنې بشپړې کړې

د لویې څارنوالۍ پلاوي په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د پېښې په اړه خپل تحقیقات پرون یکشنبه بشپړ کړل.

د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ولایتي ادارې له پلاوي سره بشپړه همکاري کړې ده.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د صفر ۲ قطعې ځواکونو د جلال اباد په مجبوراباد سیمه کې پر یوه کور چاپه ووهله او په ترڅ کې یې څلور وروڼه ووژل.

دې پېښې د ګڼو خلکو عکس العمل وپاراوه او ولسمشر غني لویې څارنوالۍ ته امر وکړ چې د پېښې په اړه فوري تحقیقات وکړي.

د لویې څارنوالۍ پلاوی د جمعې په ورځ جلال اباد ته ورسېد او پرون یې خپل کار بشپړ کړ.

تراوسه پورې د پلاوي د موندنو جزیات څرګند نه دي.