له بغلان څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې، افغان امنیتي ځواکونو د بغلان ګذرګاه نور ولسوالي بېرته ونیوله.
د ګذرګاه نور ولسوال عبدالحنان پرون یکشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالي د یکشنبې په شپه طالبانو نیولې وه خو پرون امنیتي ځواکونو د خلکو په مرسته له طالبانو بېرته ونیوله.
د عبدالحنان په وینا، د ګذرګاه نور ولسوالي په نښتو کې یو سرتېری د طالبانو له لوري نیول شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
ده د طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه وویل چې د دې ډلې څلور تنه وژل شوي دي.
طالبانو ویلي چې وړمه شپه یې دا ولسوالي نیولې خو په دې اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي چې هغه یې بېرته له لاسه ورکړې ده.