د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ رئيس له ایراني چارواکو سره ولیدل

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ رئيس پرون یکشنبه) له ایراني چارواکو سره ولیدل.

د ایران دولتي ټلویزیون په تهران کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د سرپرست رئيس کورنیل فروتسا ویډیو وښوده.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د یوه بیان له مخې، ښاغلي فروتسا د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د دغه هېواد د اټمي انرژۍ د ادارې له رئيس سره په کتنه کې په دې ټینګار وکړ چې ایران دې له دوی سره بشپړه او په وخت همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ سرپرست یوه ورځ وروسته له دې تهران ته لاړ چې د ایران د اټمي انرژۍ ادارې اعلان وکړ چې د دوه ډوله پرمختللو سنتریفیوژونو کارول به پیل کړي.