افغان چارواکي وايي چې د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپانه کې وايي، دا وسله وال تېره شپه هغه مهال په نښه شول چې غوښتل یې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې شپږ نور وسله وال هم د ملي امنیت د مامورینو له خوا نیول شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا کسان پر امنیتي ځواکونو د حملو او د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې په بمي چاودنو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.