اسرائیل په غزه کې د حماس پر څو پوځي اهدافو بمباري کړې

د اسرائیل الوتکو وروسته له هغې چې له غزې سخت دریځو د یوې بې پیلوټې الوتکې په وسیله د اسرائیل او غزې ترمنځ د امنیتي موانعو ور اخوا د اسرائیل لوري ته یو بم وغورځاوه، پرون ناوخته په غزه کې د حماس پر څو پوځي اهدافو بمباري وکړه.

د اسرائیل پوځ وویل، په هغو اهدافو کې چې پرې بمباري شوې، د حماس د ډلې د هوایي جزوتام چې د بې پیلوټه الوتکې د دغې حملې مسؤل بلل شوی، پوځي تهاجمي تجهیزات او دوه پوځي ځایونه شامل دي.

په دې اړه چې د اسرائیل د دغو حملو په نتیجه کې د فلسطینیانو لوري ته څومره تلفات اوښتي، تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې له غزې د بې پیلوټې الوتکې له خوا غورځول شوې وسیلې چې ظاهراً هغه بم ښودل شوی، یواځې یوه پوځي وسیله ویجاړه کړې ده.