ملګرو ملتونو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی

د ملګرو ملتونو په یوه نوي راپور کې چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ پرې په امنیت شورا کې بحث وشي، د افغانستان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

د ملګرو ملتونو په دغه درې میاشتني راپور کې د افغانستان د وضعیت بېلابېلو اړخونو ته کتنه شوې.

په راپور کې د افغانستان د انتخاباتو پروسې ته ورپېښو امنيتي ګواښونو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې دغه ګواښونه ښايي زيات افغانان په انتخاباتو کې له ګډون څخه راوګرځوي. په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان یا تلې په ۶مه وشي چې له شلو کمي ورځې ورته پاتې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له طالبانو او نورو وسله والو غوښتي چې د انتخاباتو کارکوونکي، کاندیدان او رایه ورکوونکی دې نه په نښه کوي.

ښاغلي ګوترش د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ د مستقیموخبرو غوښتنه کړې ده. په پام کې وه د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر نهایي کېدو وروسته د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني خبرې پيل شي، خو تېره ورځ (وږي ۱۶مه) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې.

ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه دا اعلان وکړه چې په کابل کې د طالبانو په برید کې یو امریکایی سرتېری او ۱۱ نور کسان ووژل شول.