راپورونه: د اوکرایین او روسیې د زندانیانو د تبادلې بهیر پیل شوی

د راپورونو له مخې د اوکرایین او روسیې د زندانیانو د تبادلې بهیر پیل شو.

د اوکرایین دوو حکومتي چارواکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع تأیید کړې ده.

د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو څو میاشتي د زندانیانو د تبادلې په اړه خبرې کړي دي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې احتمالاً د اوکراین او روسیې ترمنځ ۷۰ زندانیان تبادله شي.

د دواړو هېوادونو حکومتونو تراوسه د زندانیانو د تبادلې د شرایطو پر وروستۍ نتیجې رسماً څه نه دي ویلي.

ځینو باخبره سرچینو ویلي چې ۲۴ اوکراینې کښتۍ چلوونکي او د دې هېواد ۱۱ نور وګړي به اوکراین ته ورکړل شي.

روسي ځواکونو تېر کال د اوکراین کښتۍ چلوونکي د ازوف سمندرګي په کرچ تنګي کې ونیول.