راپورنه: ایران په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له ۱۲ تنه عملې سره نیولې

ایراني خبري اژانسونو نن راپور ورکړی چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له ۱۲ تنه عملې سره نیولې ده.

چارواکي د دې کښتۍ فلیپینۍ عمله د تېلو په قاچاق تورنوي.

ایسنا خبري اژانس وایي، په دې کښتۍ کې ۳۰۰ زره لیتره ډیزل تېل انتقالېدل.