نامعلومو وسله والو د پکتیکا ۶ خبریالان له موټرو ښکته او بیولي دي

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت شپږ تنه خبریالان د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې نامعلومو وسله والو له موټرو ښکته کړي دي.

د پکتیکا د ولایت مقام ویاند د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په یادو کسانو کې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي، د یاران راډیو رئیس اسدالله صمیم، د مېلمه راډیو خبریال الهام، د ملي راډیو تلویزیون خبریال طارق ذکي، د یاران راډیو خبریال وهاب او د پښتون غږ راډیو خبریال رووف ذهین شامل دي.

د پکتیا امنیتي چارواکي بیا دا نه مني چې یاد کسان دې د دوی د مسؤلیت په ساحه کې له موټرو ښکته شوي وي، بلکې وایي پېښه د پکتیکا ولایت اړونده سیمه کې رامنځته شوې ده.

اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په دې اړه ویلي چې دغه کسان د دوی ملګرو په "ناشناسۍ" کې نیولي وو چې ژر به بېرته خوشې شي.