چارواکي: د بدخشان وردوج ولسوالي د افغان ځواکونو لاس ته ورغله

د بدخشان یو انځور

د بدخشان ولایت امنیتي مسؤلین خبر ورکوي چې د دغه ولایت وردوج ولسوالي په بشپړه توګه د افغان امینتي ځواکونو لاس ته ورغله.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند ثناالله روحاني په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې د وسله والو مخالفینو پرضد د لسو ورځو ځمکنیو او هوايي عملیاتو په نتیجه کې یاده ولسوالي له وسله والو مخالفینو پاکه شوه.

د ښاغلي روحاني په خبره، په دغو لس ورځنیو عملیاتو کې شااوخوا ۱۲۰ وسله وال چې بهرنیان هم په کې وو، وژل شوي دي.

دده په خبره، اوسمهال د وردوج او د کران او منجان ولسوالیو په شااوخوا سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي.