د امریکا دفاع وزیر: ایران ښايي د نویو خبرو یوه فرصت ته نږدې شوی وي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر داسې ښودلې چې ایران ښايي د نویو خبرو یو فرصت ته نږدې شوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران تازه پر خپلو اټمي فعالیتونو د نړیوالو محدیتونو څخه د وتلو لپاره تازه ګام اخیستی.

د امریکا د دفاع د وزیر تر بیان څو ساعته مخکې تهران اروپايي ټولنې ته وویل، دوی د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د لاسلیک شوي اټمي تړون له هغو محدیتونو وځي چې د اټمي څېړنو او پراختیا په برخه کې یې پر دې هېواد لګولي دي.

د تېر کال راهیسې چې د امریکا متحده ایالات له دې اټمي تړون څخه ووتل، ایران دې تړون ته د خپلو ژمنو څخه د په شا کېدو درېيم ګام بللی دی.

د جمعې په ورځ په لندن کې په یوه څېړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وویل: ښايي ډېر زر د ایران د اټمي او توغندیو د پروګرامونو په اړه د خبرو اترو ځای (فرصت) واوسي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ایسپر چې د رویال یونایټېډ سرویسیز په نوم انسټیټيوټ کې یې خبرې کولی، زیاته کړه: داسې ښکاري چې ایران هغه ځای ته چې موږ خبرې کولی شو، ورو ورو نږدې کېږي او هیله ده چې همداسې وشي.

د بریتانیا د دفاع وزیر بین والس چې د جمعې په ورځ یې له اسپر سره کتل، ویلي چې نه غواړي د تهران د نیت په اړه اټکل وکړي، بلکې په کړنو به یې قضاوت وکړي.

د نوموړي په وینا، که چېرې له ایران سره جوړجاړی کېږي، بریتانیا به په دې لاره کې د امریکا له متحدو ایالتونو سره مرسته وکړي.

ایراني رسنیو ویلي، د دې هېواد د اټمي انرژۍ سازمان به د تهران د راتلونکي ګام جزیات د شنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې په ډاګه کړي.