سرچینه: امریکا ته د ولسمشر اشرف غني سفر وځنډول شو

امریکا ته د ولسمشر غني سفر د سولې په اړه د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې له متن سره دده د مخالفت له امله وځنډېد.

د افغانستان د کابینې یوه وزیر ویلي چې دغه سفر له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان او امریکا د ګډ دریځ د اعلان په خاطر ترتیب شوی و چې له متن سره یې د ښاغلي غني د مخالفت له امله د امریکا حکومت وځنډاوه.

دغې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي وو چې ښاغلی غني د امریکا له لوري په یوه تنظیم شوي سفر کې واشنګټن ته ځي.

په دې اړه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ څه ویلو ته حاضره نشوه.