د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۴ تنه د مخدره موادو په قاچاق ونیول شول

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څلور تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د حامد کرزي د هوايي ډګر سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، دا څلور کسان چې په بېلا بېلو پېښو کې نیول شوي، غوښتل یې چي څه د پاسه دوه کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه په خپلو خېټو کې هند او دُبۍ ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې (۱۲) کسان نیول شوي چې هند، دُبۍ او سعودي عربستان ته یې نشه يي مواد قاچاق کول.