د افغانستان په جنوب ختیځ کې د لوګر ولایت چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د پکتیا د استېناف محکمې یو تن قاضي حیات الله حیات د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص وایي، نوموړی تېره شپه طالبانو د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په مغل خېلو کې وژلی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تأییدوي او د نورو جزیاتو په اړه یې څه ونه ویل.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.