زلمى خليلزاد له طالبانو سره د نورو خبرو لپاره قطر ته ستون شوی

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د نورو خبرو لپاره قطر ته ستون شو.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ وويل: خليلزاد د خبرو د دوام لپاره دوحې ته ستون شوى دى.

اسوشېټېډ پرېس اژانس هم د هغو چارواکو په حواله چې دغه مذاکرې له نږدې څاري، خبر ورکړى چې زلمى خليلزاد بېرته قطر ته تللى دى.

ښاغلي خليلزاد تېره دوشنبه ازادي راډيو ته ويلي وو چې امريکا او طالبانو په اصولو کې پر څلورو ټکو موافقه کړې ده.

لومړى د طالبانو له خوا امنيتي ضمانتونه، يعنې د دوى تر ولکې لاندې له سيمو به امريکا او متحدانو ته د ترورېزم خطر نه پېښېږي، دوهمه له افغانستانه شرايطو ته په پام سره د نړيوالو ځواکونو وتل، درېيم د بين الافغاني خبرو پيل او څلورم هم په افغانستان کې دايمي او هراړخيز اوربند.

په قطر کې د امريکايي هيئت او طالبانو ترمنځ د مذاکرو نهم پړاو د دې اوونۍ په لومړيو کې پاى ته ورسېد.

زلمى خليلزاد تر دغو مذاکرو وروسته کابل ته راستون شو او د سولې د لومړۍ موافقې په اړه يې د حکومت له مشرانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي خليلزاد ويلي چې دا موافقه به د ولسمشر غني تر تأييد وروسته د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا نهايي شي.

طالبانو د مذاکرو له څو پړاوونو سره سره په افغانستان کې خپلې حملې نه دي کمې کړي.

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په يوه موټربم چاودنه کې چې مسؤليت يې وسله والو طالبانو ومانه، د يوه امريکايي پوځي او يوه رومانيايي وګړي په ګډون لږ تر لږه ١٢ کسان ووژل شول.