چارواکي: د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې ۲۲ طالبان وژل شوي

د میدان وردګ امنیه قومانداني وايي، پرون پنجشنبه د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د میدان وردګ د امنیې قوماندانۍ ویندوی حکمت الله دراني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې د طالبانو ځیني مهم کسان هم شامل دي.

ده زیاته کړه: په دې عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان چې عاصم نومېږي او دغه راز ملا قیوم چې په عُبیده مشهور و، وژل شوي دي، ټولټال ۲۲ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

د دراني په وینا، ملا قیوم تازه د ملا امین الله له وژل کېدو وروسته د نرخ لپاره د طالبانو ولسوال ټاکل شوی و.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د میدان وردګ د امنیې قوماندانۍ د ویندوی د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.