امریکا پر لیفیو دراګنیا او دده پر کورنۍ د سفر بندیز ولګاوه

د امریکا بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو د رومانیا د سوسیال ډموکرات ګوند پر پخواني بندي مشر لیفیو دراګنیا او د نوموړي د کورنۍ پر نږدې غړو د سفر بندیز ولګاوه.

امریکا وايي، د رومانیا د سوسیالیست ډموکرات ګوند پخوانی مشر او کورنۍ یې په «زیات فساد» کې ککړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل د راګنیا او دوه اولادونه یې والنتین او ماریا امریکا ته د تګ اجازه نه لري.

دې وزارت په یوه بیان کې همداراز ویلي، دا اقدام یو قوي پیغام له ځان سره لري چې امریکا له فساد سره مبارزې ته کلکه ژمنه ده او په رومانیا کې د قانون د حاکمیت ملاتړ کوي.