په لوګر کې موټربم چاودنې ۴ ملکي وګړي وژلي او ۱۱ نور ټپیان دي

د لوګر مرکز پل علم

په لوګر کې موټربم چاودنې څلور تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت د لوګر ولایت په پادخواب سیمه کې د څلورمې پلي لوا سره خوا کې د کابل لوګر په عمومي سرک موټربم برید شوی چې څلور ملکي کسان پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال عبدالمتین حسن خېل د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل چې برید کې د ملکي وګړو څلور سراچه ډوله موټر هم ویجاړ شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې حملې هدف د ائتلافي او افغان ځواکونو ګډ کاروان و چې د کابل- لوګر په عمومي سړک تېرېده.

د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې سیمه تر پوښښ لاندې روالي.

د یادې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.